د ایکنانیوز د راپور له مخې، شیخ نعیم قاسم وویل: د امام خمیني (ره) افکار لا هم په بشپړ ځواک سره په صحنې کې شته او اسلامي امت د هغه د انقلابي طرحې له لارې د سوچه محمدي (ص) اسلام د نور شاهد دی.
هغه زیاته کړه: ارواښاد امام الهي او ایماني ارزښتونه په ټولنې کې راڅرګند کړل او دا ارزښتونه لا هم د مقاومت او په سیمې کې د ازادي غوښتونکو خوځښتونو لپاره لارښوونکي مشال دي.
شیخ نعیم قاسم وویل: امام خمیني (ره) د ظلم، نیواک او دهغو دتالی څټو پر وړاندې مبارزه وکړه. هغه زیاته کړه: وروسته له دې چې امام خمیني ایران د امریکا په ملاتړ د شاهي استبداد له رژیم څخه په یوه خپلواک او سرلوړي اسلامي جمهوریت بدل کړ، چې د نړۍ د مظلومانو او مستضعفانو تر څنګ ولاړ دی، مونږ د حق پر باطل د بریا په هیله ژوند کوو.
د حزب الله عمومي منشي د ایران اسلامي جمهوریت پر چورلیزي رول ټینګار وکړ او وې ویل: ایران د امام خمیني (ره) په مشرۍ د فلسطین او قدس شریف د ازادولو لپاره د مقاومت تر څنګ په کلکه ودرېد.
https://iqna.ir/fa/news/4285975